Home / ٍE فعاليتونه / د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو.

د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو.

د شنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د پوهنتون د سرپرست علمي مرستيال سيد شمس الدين همت په ګډون، د پوهنتون د بشري سرچينو مسوول خالد احمد زيار له خوا انجنير معاذالله فضلي د انجنيری پوهنځي د نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو.


د بشري سرچينو مسوول د ناستې ګډونوالو ته د ښاغلي فضلي د استخدام د شفاف بهير په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې انجنير فضلي له تخار پوهنتون څخه په سېول انجنيری کې لېسانس او د کابل پولي تخنيک پوهنتون څخه په هايدروليک او ساختماني هايدروتخنيک کې ماسټري لري.


د پوهنتون سرپرست علمي مرستيال، انجنير فضلي ته مبارکي ورکړه او له ټولو څخه ورته د همکارۍ غوښتنه وکړه او هم د دغه پوهنځي د پخواني سرپرست رئيس انجنير سمسور پسرلي څخه مننه وکړه.


د ناستې په پای کې د پوهنځي نوي رئيس ګډونوالو ته خپل راتلونکی پلان، اهداف او وړانديزونه وړاندې کړل چې ټولو ورسره په اړوندو چارو کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *