Home / L فعاليتونه / د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

ديکشنبې په ورځ  د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې ترمنځ دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د دغه پوهنځي له استادانو سره د علمي سمينارونو، ورکشاپونو، ټرېننګونو او هم له محصلانو سره د عملي کارونو په برخه کې مرسته وکړي.


د دغه هوکړه ليک پر اساس د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلان کولای شي چې د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې له منابعو څخه ګټه پورته کړي او هم د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه د ياد پوهنځي له منابعو څخه کار اخيستلی شي.


د يادونې ده چې د تېرې چهارشنبې ورځ هم ياد پوهنځی، د ننګرهار پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي سره د همکارۍ دوه اړخيز تړون لاسليک کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *