Home / J فعاليتونه / مبارکي او وياړ!

مبارکي او وياړ!

دا ځوان ليکوال نصرت ارمان نومېږي او د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی.
نصرت، په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتي مرکز (ACKU) په کوربه توب، د اناسي دوپري ادارې له خوا د ماشوم او نوي ځوان د ادبي جشنوارې په ځواکمن توانا نومې سيالۍ کې برخه اخيستې وه.


په دغه جشنواره کې د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره د مثبت پيغام لرونکي ادبياتو غوره اثارو ته جايزې ورکړل شوې.
په سيالۍ کې ۱۳۶ عنوانه کتابونه د داورانو ارزونې ته وړاندې شوي وو چې ۹۶ عنوانه يې دري او پاتې يې پښتو کتابونه وو.
په پای کې ۱۰ غوره اثار له دري او ۱۰ غوره اثار له پښتو څخه د جايزې لپاره وټاکل شول، چې له نېکه مرغه د ماشومانو او کمکيو ځوانانو لپاره د ارمان ليکل شوی اثر (منډه کړئ) هم د پښتو په لسو غوره اثارو کې راغلی دی. د ارمان په وينا چې د ياد اثر داستانونه په شلو زرو کليمو کې ليکل شوي وو.


الفلاح پوهنتون د نصرت ارمان د خواريو او زحمتونو دغه ستره او ارزښتمنه معنوي لاسته راوړنه د ستاينې، وياړ او مبارکۍ وړ بولي. ګانده يې روښانه او د ګټورو اثارو په پنځونه کې ورته توفيق او پراخه حوصله غواړي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *