Home / خبرونه / د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه ترسره شوه.

د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه ترسره شوه.

د پنجشنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه ترسره شوه.
د فراغت غونډې په پرانيستې وينا کې د پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات وويل: ياد فارغان د څلورو پوهنځيو( انجنيري، حقوق او سياسي علوم، شرعيات او اقتصاد) له شپږمې او اوومې دورې څخه اوه سوه او اوه لس تنه فارغان شوي دي چې شپاړلس تنه يې ښځينه فارغانې دي.


ډاکټر سادات زياته کړه چې تراوسه يې ۲۱،۸ ميليونه افغانۍ ماليه ورکړې او د نږدې ‍۱۶ ميليونو افغانيو په ارزښت يې محصلانو ته سکالرشېپونه ورکړي دي.
غونډې ته د نورو مېلمنو سربېره د ننګرهار والي حيات الله حيات او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسماعيل يون هم راغلي وو. والي حيات پخپلو خبرو کې فارغو محصلانو او کورنيو ته يې مبارکي ورکړه او د پوهنتون له مسوولينو يې مننه وکړه، چې ټولنې ته يې غوره کادرونه وړاندې کړي دي.


پوهاند اسماعيل يون پخپلو خبرو کې خصوصي پوهنتونونو او په ځانګړي توګه الفلاح پوهنتون ته د ځمکې د ورکړې، د ماليې د معافېدو او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د يادولو ده، چې الفلاح پوهنتون تر اوسه دوه زره او اته سوه او اوه لس تنه نارينه او ښځينه فارغان په اوو دورو کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *