Home / S سيمينارونه او ورکشاپونه / د اصول التخريج تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو.

د اصول التخريج تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو.

د سه شنبې په ورځ د شرعياتو پوهنځي استاد عبدالنصير همدرد، د اصول التخريج (طرق تخريج الحديث) تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې کړ، چې په دغه علمي سمينار کې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.


په ياد سمينار کې د تخريج پر پېژندنې سربېره، د تخريج پر تاريخي شاليد، د حديثو د تخريج لارې او نورو اړوندو علمي مسايلو خبرې وشوې.


د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم د ياد پوهنځي مسوولينو او استادانو د محصلانو د علمي کچې د لا لوړاوي په موخه ورته علمي سمينارونه وړاندې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *