Home / خبرونه / د الفلاح پوهنتون علمي او اداري برخو مسوولينو ته نوی اداري مرستيال وروپېژندل شو.

د الفلاح پوهنتون علمي او اداري برخو مسوولينو ته نوی اداري مرستيال وروپېژندل شو.

د  شنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون مجلس خونه کې د علمي او اداري برخو مسوولينو ته نوی اداري مرستيال وروپېژندل شو.


په همدغه پار جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات، ګډونوالو ته فرهادالدين غوث د نوي اداري مرستيال په توګه ورمعرفي کړ.
ډاکټر سادات پخپلو خبرو کې د پخواني اداري مرستيال عبدالله خان له ترسره کړيو خدمتونو مننه او ستاينه يې وکړه او له نوي اداري مرستيال سره يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.


نوی اداري مرستيال فرهادالدين غوث د علمي او اداري برخو له مسوولينو سره تر پېژندنې وروسته، ډاډ ورکړ چې خپلې چارې به په ښه شان پرمخ وړي او د ټولو برخو له مسوولينو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې د ادارو مسوولينو له ښاغلي عبدالله خان سره مخه ښه او ښاغلي غوث ته يې د مبارکۍ ترڅنګ، پخپلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *