Home / S سيمينارونه او ورکشاپونه / د عربي ژبې د ارزښت په اړه سمينار وړاندې شو.

د عربي ژبې د ارزښت په اړه سمينار وړاندې شو.

د الفلاح پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي عطاالرحمن فاروق له خوا د عربي ژبې د ارزښت په اړه علمي سمينار وړاندې شو، چې پکې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.


مولوي عطاالرحمن فاروق محصلانو ته د عربي ژبې زده کړې د اهميت په اړه تفصيلي خبرې وکړې او دوی يې وهڅول چې دغه ژبه زده کړي.
هغه زياته کړه چې عربي ژبه د ديني علومو د زده کړې يوه مهمه وسيله ده او زده کول به يې د ديني او نورو علومو له محصلانو سره ډېره مرسته وکړي.


د يادونې ده چې الفلاح پوهنتون دا مهال د عربي ژبې د زده کړې يو کلن پروګرام لري چې د يادې ژبې ګڼ شمېر مينه وال پکې زده کړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *