Home / خبرونه / د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې، د نظم او دسپلين کارکوونکي وستايل شول.

د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې، د نظم او دسپلين کارکوونکي وستايل شول.

د يکشنبې په ورځ د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې د نظم او دسپلين ۱۷۱ تنه کارکوونکي، په يوه ستاينغونډه کې وستايل شول.


د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات وويل: دغه کارکوونکي د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې، د نظم او دسپلين په چارو کې پوره ايمانداري ښودلې ده او خپلې دندې يې په ښه شان سرته رسولې دي.


ډاکټر سادات پخپلو خبرو کې د نظم او دسپلين له مسوول او کارکوونکو مننه وکړه او هر يو ته يې ستاينليکونه ورکړل.


د يادونې ده چې د نظم او دسپلين د کارکوونکو ياد ټيم د بېلابېلو پوهنځيو له محصلانو جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مسوولينو په وينا ټول پخپلو چارو کې د زړه له تله هڅې کړې او کارونه يې بريالي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *