Home / L سيمينارونه او ورکشاپونه / د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي حقوقي کلنيک، هېوادوالو ته وړيا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.

د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي حقوقي کلنيک، هېوادوالو ته وړيا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.

نن چهارشنبه، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، حقوقي کلنيک د اجراء اتو په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ د غونډو په تالار کې جوړ شو، چې پکې د دغه پوهنځي د رئيس نورالله نوري له خوا هېوادوالو ته د وړيا حقوقي خدمتونو ژمنه وشوه.


په دغه ورکشاپ کې د پوهنتون د علمي مرستيال سيد شمس الدين همت په ګډون، د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې استازي اسرارالله حميدي، د ياد کلنيک مدافع وکيلانو ثناګل تره خېل او استاد محمد ظهور پوپلزي، د حقوقو او سياسي علومو او شرعياتو پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده.


د ورکشاپ ويناوالو هر يو پخپل وار هېوادوالو ته د حقوقي کلنيک د خدمتونو پر ونډې، ارزښت، څرنګوالي، کاري وخت او کاري ظرفيت باندې خبرې وکړې. په پای کې د ښاغلي نوري له خوا د ورکشاپ نتيجه ګيري وشوه او بريالی وارزول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *