Home / J فعاليتونه / د الفلاح پوهنتون له لوري سلګونه عنوانه بېلابېل علمي کتابونه، د ننګرهار عامه کتابتون ته ډالۍ شول.

د الفلاح پوهنتون له لوري سلګونه عنوانه بېلابېل علمي کتابونه، د ننګرهار عامه کتابتون ته ډالۍ شول.

نن شنبه، د الفلاح پوهنتون، د بېلابېلو ادارو اوسنيو او پخوانيو مسوولينو او محصلانو، د ننګرهار عامه کتابتون ته ۲۱۹ عنوانه بېلابېل کتابونه ډالۍ کړل.


په ډالۍ شويو کتابونو کې ۳۸ عنوانه کتابونه د پوهنتون د علمي مرستيال سيد شمس الدين همت، ۱۴۱ عنوانه د پوهنتون کتابتون، ۲۷ عنوانه د ژورنالېزم پوهنځي د محصلانو او ۱۳ عنوانه يې د حقوقو پوهنځي د پخواني رئيس عبدالصبور مبارز له خوا عامه کتابتون لپاره چمتو شوي وو، چې د الفلاح پوهنتون له خوا د کتاب ټولونې کمپاين اړوند مسوولينو ته وسپارل شول.


د يادونې ده، چې د الفلاح پوهنتون ادارې ژمنه کړې، کچېرې په عامه کتابتون کې د سافټ کتابونو د ساتلو امکانات برابر شي، نو ياد کتابتون ته به سافټ کتابونه هم ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *