Home / ٍE فعاليتونه / د انجنيری پوهنځي محصلانو د تخنيکي رسم او ساختماني موادو اړوند عملي کار ترسره کړ.

د انجنيری پوهنځي محصلانو د تخنيکي رسم او ساختماني موادو اړوند عملي کار ترسره کړ.

د دوشنبې او سه شنبې په ورځو، د انجنيری پوهنځي د سهار او ماښام شفټ، د لومړي او درېيم سمسټر محصلانو د تخنيکي رسم او ساختماني موادو مضامينو اړوند علمي کار، د استاد انجنير سمسور پسرلي په لارښوونه ترسره کړ.


د يادونې ده، چې د دغه عملي کار په لړ کې د انجنير پسرلي له خوا محصلانو ته د لاندې موضوعاتو په اړه معلومات هم وړاندې شو:


۱ – د پروژې له پيل کېدو څخه مخکې ساحه کار ته چمتو کول.
۲ – د نقشې لوستل او د تطبيق اړوند مراحل.
۳ – خط اندازې
۴ – د ساختماني موادو پېژندنه
۵ – د ساختماني عناصرو پېژندنه
۶ – سلمپ ټسټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *