Home / ٍE فعاليتونه / د انجنيری پوهنځي محصلانو له درونټې برېښناکوټ څخه ليدنه وکړه.

د انجنيری پوهنځي محصلانو له درونټې برېښناکوټ څخه ليدنه وکړه.

د دوشنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي د سهار او ماښام شفټ د څلورم، شپږم او اتم سمسټر محصلانو د مايعاتو ميخانيک، هايدروليک او اوبه لګولو مضامينو د عملي کارونو په لړ کې له درونټې برېښناکوټ څخه ليدنه وکړه.


د محصلانو په دغه مشاهده کې د پوهنځي له رئيس ديپلوم انجنير معاذالله فضلي سربېره، استاد انجنير ميوند سيرت او استاد انجنير عزت الله پامير هم برخه درلوده، چې د برېښناکوټ له مسوولينو سره يې محصلانو ته پر لاندې موضوعاتو رڼا واچوله:
۱- ټوربين او اړونده ماشينري
۲- د بند بدنه
۳- د بند اړونده هايدروليکي ودانۍ
۴ – پرچاوي او خړه ويستونکې لارې او دروازې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *