Home / E سيمينارونه او ورکشاپونه / د ودانيزو پروژو د ترلاسه کولو عملي لارښود سمينار وړاندې شو.

د ودانيزو پروژو د ترلاسه کولو عملي لارښود سمينار وړاندې شو.

د دوشنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي د درېيم او څلورم ټولګيو محصلينو ته د د ودانيزو پروژو د ترلاسه کولو عملي لارښود سمينار، د پوهنتون د غونډو په تالار کې وړاندې شو.
دغه سمينار د انجنير وحيدالله اسلام له خوا مخ ته وړل کېده، چې پکې د دغه پوهنځي د رئيس انجنير معاذالله فضلي په ګډ‌ون يو شمېر استادانو او محصلينو برخه اخيستې وه.


په ياد سمينار کې د انجنير اسلام له خوا پر لاندې موضوعاتو رڼا واچول شوه:
 د تدارکاتو قانون
 ودانيزې پروژې په څه ډول اعلان ته ورکول کيږي.
 ودانيزې پروژې د کومو ويب سايټونو له لارې اعلان ته ورکول کيږي.
 يو ساختماني شرکت څه ډول خصوصيات ولري تر څو پروژه ترلاسه کړي.
 افر څه شی دی.
 د داوطلبۍ پروسه څه ډول صورت نيسي.
 په ودانيزو پروژو کې د انجنير نقش څه دی.
 د ودانيزو پروژو بايللو علت څه دی.


د سمينار په پای کې د انجنير اسلام له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول او د ياد پوهنځي د مسوولينو له خوا په راتلونکي کې د ورته سمينارونو د جوړولو ژمنه هم وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *