Home / J فعاليتونه / د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

نن چهارشنبه، د ژورنالېزم پوهنځي فرهنګي کمېټې، د خپلو تېرو اونيزو عملي او فرهنګي پروګرامونو په لړ کې عملي پروګرام جوړ کړ.

په دغه عملي پروګرام کې محصلانو، د استاد سهيل احمد ستوري په لارښوونه، خپلې ليکنې ولوستې، د دريځ (سټېج) چارې يې ترسره کړې او هم يې د نورو محصلانو پر ليکنو خپل نظرونه شريک کړل.


په پای کې د استاد ستوري له خوا د پروګرام ارزونه وشوه او محصلانو ته اړينې سپارښتنې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *