Home / J فعاليتونه / د ژورنالېزم پوهنځي محصلينو اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

د ژورنالېزم پوهنځي محصلينو اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.

نن چهارشنبه، د ژورنالېزم پوهنځي محصلينو د خپلو تېرو اونيزو عملي پروګرامونو په لړ کې اونيز عملي پروګرام جوړ کړ.
په دغه عملي پروګرام کې چې د استاد سهيل احمد ستوري له خوا يې لارښوونه کېده، لسګونو تنو محصلينو برخه اخيستې وه.


په ياد پروګرام کې چې هره چهارشنبه د الفلاح پوهنتون په کتابتون کې جوړېږي، محصلينو خپلې ليکنې ولوستې او پر يو شمېر روانو ټولنيزو چارو يې بحثونه وکړل.
د پروګرام په پای کې د استاد ستوري له خوا د محصلينو فرهنګي کارونه وستايل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *