Home / L سيمينارونه او ورکشاپونه / سيمې ته د خليلزاد سفرونه، هيلې که اندېښنې تر سرليک لاندې ګردی مېز جوړ شو.

سيمې ته د خليلزاد سفرونه، هيلې که اندېښنې تر سرليک لاندې ګردی مېز جوړ شو.

دغه سياسي ګردی مېز د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د استادانو حکيم الدين منځني او اکرام الله دراني په نوښت او هلوځلو، د سهار او ماښام شفټونو د پنځمو او شپږمو دورو محصلانو ته جوړ شوی و.


په ياد ګردي مېز کې محصلانو د افغان سولې په تړاو، سيمې ته د زلمي خليلزاد د ماموريت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او هم د کشالې د ټولو اړخونو، افغان حکومت، طالبانو، امريکا او د سيمې د نورو هېوادونو پر دريځونو او ډيپلوماسۍ يې رڼا واچوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *