Home / L سيمينارونه او ورکشاپونه / د افغانستان د ۱۳۸۲ ل ل کال اساسي قانون، پر عمومي مسايلو سمينار وړاندې شو.

د افغانستان د ۱۳۸۲ ل ل کال اساسي قانون، پر عمومي مسايلو سمينار وړاندې شو.

د يکشنبې په ورځ، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد حکيم الدين منځني له خوا، د افغانستان د ۱۳۸۲ل ل کال اساسي قانون پر عمومي مسايلو سمينار وړاندې شو.
په دغه سمينار کې له استادانو سربېره، د پنځه ګونو پوهنځيو لسګونو تنو محصلانو هم برخه درلوده.


په ياد سمينار کې د قانون، اساسي قانون، په افغانستان کې د اساسي قوانينو تاريخچې او د ۱۳۸۲ ل ل کال اساسي قانون هر اړخيزه پېژندنه وشوه، چې په پای کې د استاد منځني له لوري د محصلانو پوښتنې هم ځواب شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *