د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د ادارې او ډيپلوماسۍ او قضاء او څارنوالۍ څانګو د پنځمو، شپږمو او اتمو سمسټرونو محصلانو ته د استاد خوشحال جواد له خوا د معاهداتو د انعقاد پړاوونو تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو.
په دې سمينار کې لسګونو تنو محصلانو ګډون کړی و، چې د سمينار په پيل کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس نورالله نوري، د علمي سمينارونو پر اهميت او ګټو خبرې وکړې او ورپسې استاد جواد پر يادې موضوع هر اړخيز معلومات وړاندې کړ.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد پوهنځي له خوا محصلانو ته ورته علمي سمينارونه وړاندې شوي دي، چې د مسوولينو په وينا دا لړۍ به دوام لري.