د دوشنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي شپږم او اووم سمسټر محصلانو د استاد انجنير عرفان الله عرفان په لارښوونه، د کانکرېټو مضمون اړوند عملي کار د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې ترسره کړ.
په دغه عملي کار کې د انجنير عرفان له خوا محصلانو ته لاندې موضوعات په عملي ډول وښودل شول:
د سيخانو اړوند معلومات
د سلب سيخ بندي
د بيمونو سيخ بندي
د پايو سيخ بندي