د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو ته د استاد احمد ميلاد دېوه ګلي له خوا د علمي مقاله لیکنې تر نامه لاندې سمینار، د پوهنتون په مجلس خونه کې وړاندې شو.
په دغه سمینار کې د علمي مقالو پر پېژندنې، ځانګړنو او ډولونو سربېره، د مقاله لیکنې پر کړنلارو هم بحث وشو.
د ياد سمينار په پای کې ګډونوالو ته د تیوریکي موضوعاتو د ښې زده کړې لپاره، د مقاله لیکنې عملي بېلګې د کورنیو دندو په توګه وسپارل شوې.