Home / J فعاليتونه / د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو تمثیلي مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو تمثیلي مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

نن دوشنبه، د ژورنالېزم پوهنځي، اتم سمستر محصلانو د استاد احمدرسول تسل په لارښوونه، د ننګرهار ولایت پر روانو ستونزو تمثیلي خبري ناستې تر سرليک لاندې تمثيلي مطبوعاتي کنفرانس چمتو کړی و، چې پکې د ژورنالېزم پوهنځي له اتم سمستر محصلانو سربېره، د نورو سمسترونو محصلانو هم برخه اخیستې وه.


ياد خبري کنفرانس د پوهنتون په کتابتون کې جوړ شوی و، چې پکې د محصلانو له لوري، په تمثيلي بڼه، د موضوع اړوند له مسوولو چارواکو څخه پوښتنې وشوې او د هغوی له لوري ورته ځوابونه وویل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *