Home / J فعاليتونه / د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو له ثاقب چاپخونې ليدنه وکړه.

د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو له ثاقب چاپخونې ليدنه وکړه.

نن سه شنبه، د ژورنالېزم پوهنځي لومړي او درېيم سمسټر محصلانو د استاد غلام حيدر روښان په لارښوونه او ملتيا، له ثاقب چاپخونې ليدنه وکړه.


په دغه ليدنه کې محصلانو د چاپ بېلابېل ماشينونه، چاپ بهير، د چاپ اړوند تخنيکي وسايل او کاري ماحول له نژدې وکتل.


د يادونې ده چې د الفلاح پوهنتون، ژورنالېزم پوهنځي ادارې تر دې وړاندې هم خپل محصلان د نظري او عملي زده کړو لپاره بېلابېلو مطبعو او رسنيو دفترونو ته ورپېژندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *