Home / خبرونه / خبرتيا!

خبرتيا!

هغو محصلانو ته، چې د معقولو عذرونو له کبله ( د ناکامۍ، ډسپليني چارو او اخراجۍ نه پرته) ترې لوړې زده کړې په دويم، درېيم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم او اتم سمسترونو کې پاتې وي، خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا د يادو محصلانو د تحصيل د ادامې پرېکړه کړې ده. کولای شي چې د خپل تحصيل دوام لپاره لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه وکړي او يا هم د نورو معلوماتو او همکارۍ لپاره د الفلاح پوهنتون محصلانو چارو امريت ته تشريف راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *