Home / E سيمينارونه او ورکشاپونه / د انجنيری پوهنځي د اتمې دورې د پروژو دفاع ګانې پيل شوې.

د انجنيری پوهنځي د اتمې دورې د پروژو دفاع ګانې پيل شوې.

نن دوشنبه، د انجنيری پوهنځي، اتمې دورې د سهار او ماښام شفټ محصلانو په دوه ويشتو ډلو کې د ژوري هئيت او د دفاع پروژو کمېټې مسوول پر وړاندې خپلې دفاع ګانې ترسره کړې، چې دې سره د دغه پوهنځي د پروژو دفاع ګانې پيل شوې.


په دغو دفاع پروژو کې د سرک طرحه او ډيزاين، د ساختمان طرحه او ډيزاين، د فضله اوبو د رد ښاري سيستم طرحه او ډيزاين، اوبه رسونې سيستم طرحه او ډيزاين، کانال طرحه او ډيزاين او د څېړنې پروژې شاملې دي، چې درې ورځې به دوام کوي.
د ياد پوهنځي فارغېدونکو محصلانو خپل ترسره کړي کارونه د پرزنټېشن او ګرافيکي اوراقو له مخې وړاندې کړل، چې د ژؤري هيئت له خوا ياد کارونه وارزول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *