Home / خبرونه / د کانکور ازموينې خبرتيا!

د کانکور ازموينې خبرتيا!

د ۱۲م او ۱۴ م ټولګيو ټول په شرايط برابر فارغانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الفلاح پوهنتون، د ۱۳۹۸ هـ ش کال، پسرلني (بهاری) سمستر د کانکور ازموينې لپاره نومليکنه روانه ده.
د ۱۲ م او ۱۴ م ټولګيو فارغان کولای شي، چې هره ورځ د سهار له ۸ نيمو، د ماښام تر ۸ بجو پورې الفلاح پوهنتون ته مراجعه وکړي.
الفلاح پوهنتون په پنځو پوهنځيو (حقوق اوسياسي علوم، ژورنالېزم، شرعيات، اقتصاد او انجنيري) کې د ۱۲م او ۱۴ م ټولګي په شرايطو برابر فارغان جذبوي.


د دارالمعلمين هغه فارغان چې اوس د معارف رياست په چوکاټ کې دنده ترسره کوي، هم کولای شي چې په ياد کانکور ازموينه کې ګډون وکړي او په پنځم سمسټر کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
د کانکور ازموينې نېټه، د روان ۱۳۹۷ هـ ش کال، د کب (حوت) مياشتې ۲۳ مه نېټه، د پنجشنبې ورځ ټاکل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *