Home / خبرونه (page 4)

خبرونه

د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي حقوقي کلنيک، هېوادوالو ته وړيا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.

نن چهارشنبه، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، حقوقي کلنيک د اجراء اتو په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ د غونډو په تالار کې جوړ شو، چې پکې د دغه پوهنځي د رئيس نورالله نوري له خوا هېوادوالو ته د وړيا حقوقي خدمتونو ژمنه وشوه. په دغه ورکشاپ …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي، د اتمې دورې محصلانو له خپلو ترسره کړيو پروژو منځنۍ دفاع وکړه.

د يکشنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي، اتمې دورې د سهار او ماښام شفټونو محصلانو د خپلو دفاع پروژو په لړ کې په دوه ويشتو ګروپونو کې، چې د خپلو پروژو پنځوس سلنه کارونه يې تکميل کړي وو، له خپلو پروژو منځنۍ دفاع وکړه. په دغه پار جوړه شويو غونډو …

بشپړ

د څېړنې څانګې له خوا د ژورنالېزم پوهنځي استادانو ته څېړنيز سمينار وړاندې شو.

دغه څېړنيز سمينار د الفلاح پوهنتون د علمي مرستيال او د څېړنې څانګې د سرپرست مسوول سيد شمس الدين همت له خوا، د ژورنالېزم پوهنځي استادانو ته د هغوی په غوښتنه وړاندې شو. په ياد څېړنيز سمينار کې استادانو ته د ميداني څېړنو اړوند پوښتنليکونو د پايلو د تحليل او …

بشپړ

د ۲۰۱۸ کال فراغت غونډې، د علمي او اداري برخې کارکوونکي وستايل شول.

د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې د ترتيب او تنظيم چارو علمي او اداري برخې کارکوونکي، د الفلاح پوهنتون د ليليې په انګړ کې وستايل شول. په همدغه پار جوړه شوې ماښامنۍ ستاينغونډه کې د پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات، پخپلو خبرو کې له ټولو هغو کارکوونکو مننه وکړه، …

بشپړ

د هرات، د اسيا پوهنتون يو شمېر استادانو او محصلانو په يوه علمي سفر کې له الفلاح پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د دوشنبې په ورځ، د هرات ولايت د اسيا پوهنتون، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلانو په يوه علمي سفر کې له الفلاح پوهنتون څخه ليدنه وکړه. د پوهنتون د مسوولينو په وينا، دغه استادان او محصلان د الفلاح پوهنتون ادارې په بلنه ننګرهار ته …

بشپړ

د الفلاح پوهنتون علمي او اداري برخو مسوولينو ته نوی اداري مرستيال وروپېژندل شو.

د  شنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون مجلس خونه کې د علمي او اداري برخو مسوولينو ته نوی اداري مرستيال وروپېژندل شو. په همدغه پار جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات، ګډونوالو ته فرهادالدين غوث د نوي اداري مرستيال په توګه ورمعرفي کړ. ډاکټر سادات …

بشپړ

خبرتيا!

د اقتصاد او انجنيری پوهنځي اوومې (B7)، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څلورمې (B4) او د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې دويمې B2-M03(اناث) او د اسلامي تعليماتو شپږمې دورې (B6) قدرمنو فارغانو ته خبر ورکول کېږي، سر له نن يکشنبې چې د ليندۍ (قوس) مياشتې له ۴ …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي محصلانو د ساختماني موادو مضمون اړوند عملي کار ترسره کړ.

د انجنيری پوهنځي د درېيم سمسټر سهار شفټ محصلانو، د ساختماني موادو مضمون اړوند عملي کار، د استاد انجنير سمسور پسرلي په لارښوونه، د دغه پوهنځي په لابراتوار کې ترسره کړ. په دغه عملي کار کې محصلانو ته د ساختماني موادو په برخه کې پر لاندې موضوعاتو معلومات هم وړاندې …

بشپړ

د اصول التخريج تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو.

د سه شنبې په ورځ د شرعياتو پوهنځي استاد عبدالنصير همدرد، د اصول التخريج (طرق تخريج الحديث) تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې کړ، چې په دغه علمي سمينار کې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه. په ياد سمينار کې د تخريج پر پېژندنې سربېره، …

بشپړ

د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې، د نظم او دسپلين کارکوونکي وستايل شول.

د يکشنبې په ورځ د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې د نظم او دسپلين ۱۷۱ تنه کارکوونکي، په يوه ستاينغونډه کې وستايل شول. د الفلاح پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات وويل: دغه کارکوونکي د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډې، د نظم او دسپلين په چارو کې پوره ايمانداري ښودلې …

بشپړ