Home / خبرونه (page 5)

خبرونه

انجنيری پوهنځي محصلانو د سروې مضمون اړوند عملي کار ترسره کړ.

د انجنيری پوهنځي څلورم سمسټر محصلانو د سروې مضمون اړوند عملي کار، د استاد انجنير حکمت الله په لارښوونه ترسره کړ. په دغه عملي کار کې چې د الفلاح پوهنتون په انګړ کې ترسره شو، يادو محصلانو د تفاضلي ليول کارۍ په برخه کې عملي زده کړه وکړه.

بشپړ

د عربي ژبې د ارزښت په اړه سمينار وړاندې شو.

د الفلاح پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي عطاالرحمن فاروق له خوا د عربي ژبې د ارزښت په اړه علمي سمينار وړاندې شو، چې پکې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه. مولوي عطاالرحمن فاروق محصلانو ته د عربي ژبې زده کړې د اهميت په اړه …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي محصلانو ته د مونوګراف ليکنې علمي سمينار وړاندې شو.

د انجنيری پوهنځي اتمې دورې، د سهار او ماښام شفټ محصلانو ته د استاد شمس الدين همت له خوا د مونوګراف ليکنې علمي سمينار وړاندې شو، چې پکې پر لاندې موضوعاتو رڼا واچول شوه:  د پروژه ليکنې اهميت  د پروژې برخې  د پروژه ليکنې په وخت، د …

بشپړ

د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه ترسره شوه.

د پنجشنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه ترسره شوه. د فراغت غونډې په پرانيستې وينا کې د پوهنتون رئيس ډاکټر سيد معشوق سادات وويل: ياد فارغان د څلورو پوهنځيو( انجنيري، حقوق او سياسي علوم، شرعيات او اقتصاد) له شپږمې او اوومې دورې څخه اوه …

بشپړ

خبرتيا!

د ۱۳۹۶ ل ل کال، خزاني او د ۱۳۹۷ ل ل کال، پسرلني سمسټر فارغانو ته خبر ورکول کېږي، د الفلاح پوهنتون د ۲۰۱۸ ز کال فراغت غونډه کې د ګډون لپاره تر راتلونکې سه شنبې، چې د لړم (عقرب) له ۱۵ مې نېټې سره برابره ده، الفلاح پوهنتون ته …

بشپړ

مبارکي او وياړ!

دا ځوان ليکوال نصرت ارمان نومېږي او د الفلاح پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی. نصرت، په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتي مرکز (ACKU) په کوربه توب، د اناسي دوپري ادارې له خوا د ماشوم او نوي ځوان د ادبي جشنوارې په ځواکمن توانا نومې سيالۍ کې برخه اخيستې …

بشپړ

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

ديکشنبې په ورځ  د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې ترمنځ دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د دغه پوهنځي له استادانو سره د علمي سمينارونو، ورکشاپونو، ټرېننګونو او هم له محصلانو سره د عملي کارونو …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو.

د شنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د پوهنتون د سرپرست علمي مرستيال سيد شمس الدين همت په ګډون، د پوهنتون د بشري سرچينو مسوول خالد احمد زيار له خوا انجنير معاذالله فضلي د انجنيری پوهنځي د نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو. د بشري سرچينو …

بشپړ