Home / ٍE فعاليتونه

ٍE فعاليتونه

د انجنيری پوهنځي محصلانو د ساختماني موادو مضمون اړوند عملي کار ترسره کړ.

د انجنيری پوهنځي د درېيم سمسټر سهار شفټ محصلانو، د ساختماني موادو مضمون اړوند عملي کار، د استاد انجنير سمسور پسرلي په لارښوونه، د دغه پوهنځي په لابراتوار کې ترسره کړ. په دغه عملي کار کې محصلانو ته د ساختماني موادو په برخه کې پر لاندې موضوعاتو معلومات هم وړاندې …

بشپړ

انجنيری پوهنځي محصلانو د سروې مضمون اړوند عملي کار ترسره کړ.

د انجنيری پوهنځي څلورم سمسټر محصلانو د سروې مضمون اړوند عملي کار، د استاد انجنير حکمت الله په لارښوونه ترسره کړ. په دغه عملي کار کې چې د الفلاح پوهنتون په انګړ کې ترسره شو، يادو محصلانو د تفاضلي ليول کارۍ په برخه کې عملي زده کړه وکړه.

بشپړ

د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته نوی رئيس وروپېژندل شو.

د شنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د پوهنتون د سرپرست علمي مرستيال سيد شمس الدين همت په ګډون، د پوهنتون د بشري سرچينو مسوول خالد احمد زيار له خوا انجنير معاذالله فضلي د انجنيری پوهنځي د نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو. د بشري سرچينو …

بشپړ

د انجنيرۍ پوهنځي محصلانو ته د سړک ډيزاين او ساختمان لارښود په اړه سمينارونه وړاندې شول.

نن سه شنبه د انجنيرۍ پوهنځي د اتمې دورې د سهار او ماښام شفټ ګروپ محصلانو ته، د استاد محمد يعقوب تسل له خوا د سړک ډيزاين پروژې لارښود سمينار وړاندې شو. په دغه سمينار کې پر لاندې موضوعاتو بحث وشو:  د سرک پروژې لپاره منابع  د هندسي …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي محصلانو ته د دفاع پروژو لارښود سمينار وړاندې شو.

د شنبې په ورځ د انجنيری پوهنځي اتمې دورې، د سهار او ماښام شفټ ګروپونو ته د دفاع پروژو تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو. په دغه سمينار کې د استاد سيد عمران سادات له خوا پر لاندې موضوعاتو رڼا واچول شوه:  دفاع پروژه څه ده؟  د پروژې …

بشپړ

د انجنيری پوهنځي اوومې دورې فارغېدونکو محصلانو له خپلو ترسره کړيو پروژو دفاع وکړه.

د سه شنبې په ورځ، د الفلاح پوهنتون د انجنيری پوهنځي اوومې دورې سهار شفټ فارغېدونکو محصلانو، په پنځو ډلو کې له خپلو ترسره کړيو پروژو، د ژوري هئيت پر وړاندې دفاع وکړه. دغه دفاع غونډه د سهار په نهو بجو د الفلاح پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه …

بشپړ

د انجنيري پوهنځي محصلانو ته د دفاع پروژو لارښود سمينار وړاندې شو.

د يکشنبې په ورځ د انجنيري پوهنځي د اتمې دورې د دفاع پروژو په لړ کې د سهار او ماښام شفټ محصلانو ته، د استاد سيد عمران سادات له خوا د (دفاع پروژو لارښود) تر سرليک لاندې سمينار، د دغه پوهنځي د سمينارونو په تالار کې وړاندې شو. په دغه …

بشپړ

د انجنيري پوهنځي محصلانو عملي خط اچونه وکړه.

د دوشنبې په ورځ د انجنيري پوهنځي، درېيم او څلورم  سمسټر محصلانو د استاد الياس خان او د پوهنځي د لابراتوار مسوول استاد سميع الله نصرت په لازښوونه، د سروې مضمون اړوند عملي خط اچونه ترسره کړه.  دواړو استادانو  محصلانو ته د خط اچونې (Lay Outing) اړوند نظري او عملي …

بشپړ

د انجنيري پوهنځي، د دولسمې دورې سهار شفټ، درېيم سمسټر محصلانو د ساختماني موادو په اړه سمينار وړاندې کړ.

د انجنيري پوهنځي د دولسمې دورې سهار شفټ، درېيم سمسټر محصلانو د ساختماني موادو په اړه خپل چمتو کړی سمينار وړاندې کړ. دغه سمينار د استاد انجنير سمسور پسرلي په لارښوونه ترتيب شوی و چې پکې پر لاندې موضوعاتو معلومات وړاندې شول: قير اسفالټ لرګی P.V.C

بشپړ

د انجينری پوهنځي د اوومې دورې محصلانو له خپلو پروژو منځنۍ دفاع وکړه.

د يکشنبې په ورځ، د انجنيری پوهنځي د اوومې دورې له محصلانو څخه د سهار شفټ يوويشت تنو په پنځو ډلو کې د ژوري هئيت پر وړاندې له خپلو پنځوس سلنه تکميل شويو پروژو منځنۍ دفاع وکړه. په دغه منځنۍ دفاع غونډه کې درې ډلې د سړک، يوې د ساختمان …

بشپړ