Home / الفلاح / موخې

موخې

لرلید
د افغانستان او سیمې په کچه د لوړو زده کړو غوره او پیژندل شوې اداره چې د زده کړې او تدریس لوړکیفیت، پیاوړي اداري سیستم او د اسلامي فکر په لرلو سره داسې نسل وروزي چې د هیواد راتلونکی روښانه کړي.

رسالت
افغانستان او سیمې خلکو ته د علم، مهارت او اکاډمیکو ارزښتونو د انتقال، ساتنې، عملي کولو او څیړنې پواسطه خدمت کوو، په اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو سنبال پیاوړي مسلکي کادرونه روزو او په اړه یې لاندې اهداف تعقیبوو:
۱- په بیلابیلو برخو کې له نړیوالو معیارونو سره سم د کادرونو چمتو کول.
۲ـ د اسلامي ، تاریخي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د تحصیلي پروګرامونو وړاندې کول.
۳ـ د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو سره په عملي او نظري ډول د محصلینو د فکري استعدادونو او علمي مهارتونو روزنه.
۴ـ د ځوان نسل تربیه په داسې روحیې سره چې زیار ویستونکي وي، د مشکلاتو په مقابل کې استقامت ولري ، د علم او فن زده کړې لپاره هڅه کوي ، دین او وطن ته وفادار وي ، د خلکو پروړاندې ژمن وي ، او دهر ډول اخلاقي او اجتماعي فساد پر وړاندې د مقابلې توان ولري.
۵ـ د زده کړو، علمي څیړنو ، لیکنو ، ژباړو ، خپرونو او د مسلکي کادري غړو د ظرفیت لوړتیا په لړکې د هرډول نوښتګرو کړونو هڅونه او ملاتړ.
۶ـ د هیواد کلتوري، بیارغونې او په اقتصادي پرمختګ کې د فعاله ونډې اخیستنې په منظور د مهالنۍ ټکنالوژۍ او پوهې انتقال